افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې په جنوب کې د سره صلیب د دفتر په وینا، په هغه برید کې چې د اسرائیلو رژیم له خوا د سرطان د میاشتې د لومړۍ نیټې په ماښام (د جون په ۲۱مه) ترسره شو، سخت درانه تلفات اوښتی دی. دغه دفتر ته څېرمه د توغندیو د لګېدو له امله څه باندې ۲۰ تنه شهیدان شول. د غزې د روغتیا وزارت هم د ۲۵ شهیدانو او ۵۰ ټپیانو خبره کړې ده.
د سره صليب په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د بريد مسووليت چا پر غاړه درلود. خو تر دې وړاندې د غزې په تړانګه د اسرائيلي رژيم له خوا ورته بريدونه وشول چې په نتيجه کې يې شاوخوا ۳۷ زره کسان شهيدان شول.
د سره صليب د دفتر مسوولين وايي، چې د دفتر ودانۍ ته زيان نه دى اوښتى او راکټونه څو متره لرې لګېدلي دي.
دويچه ويله ددي چارواکو په وينا ددي چاودني ټپيان ددي دفتر سره نژدي ساحوي روغتون ته ليږدول سوي دي.
د دې برید په غبرګون کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د بشري حقونو پر بنسټونو برید د ملکي وګړو او د دغو بنسټونو د همکارانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي."