دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 291482

دوحه ۳؛ د امارت او غرب د اړیکو ارزونه

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز په نوښت د «دوحه ۳: نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی» تر سرلیک لاندې علمي بحث
دوحه ۳؛ د امارت او غرب د اړیکو ارزونه
ذاکر جلالي/ د ملګرو ملتونو د سرمُنشي انټونيو ګوټیرش په مشرۍ په دوحه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو لومړنۍ ناسته د ۲۰۲۳ په مې کې ترسره شوه. دویمه یې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹ وه، چې امارت ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوه؛ خو د ګډون لپاره د امارت د شرایطو د نه پوره کېدو لپاره ګډون ممکن نه شو.
اوس درېیمه ناسته په پام کې ده چې د جون پر ۳۰ او جولای ۱ ترسره شي. دا ځل امارت ته نه یوازې دا چې بلنه ورکړل شوې ده، بلکې ګڼ لوېدیز او د سیمې پلاوي کابل ته راغلل او هڅې کوي چې امارت دوحه ۳ کې ګډون ته وهڅوي. تېره میاشت په سیاسي برخه کې د سرمُنشي مرستیاله مېرمن روزمېري ډیکارلو، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی او همداراز د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن کابل ته راغلل او د بهرنیو چارو وزیر یې دوحه ۳ کې ګډون ته وهڅاوه. دا ځل داسې برېښي چې د غونډې مدیران او کوربانه هڅه کوي چې دوحه ۳ کې د امارت د ګډون زمینه برابره کړي ترڅو د امارت د پلاوي نه ګډون پر راتلونکې ناستې هم لکه د تېرې هغې سیوری ونه غوړوي.
امارت د دوحه ۳ په اړه د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له مرستیالې او قطري چارواکو سره ابتدايي مذاکرات کړي دي او ابتدايي اجنډا هم شریکه شوې ده چې تر ډېره داسې موارد په کې د بحث لپاره په پام کې نیول شوي دي، چې ښايي لوري پرې د بحث لپاره چمتو وي؛ مګر کابل د ملګرو ملتونو له ژمنې سره سم منتظر دی چې د ناستې ټول نهايي تفصیل، اجنډا او ترکیب په تړاو وروستي معلومات شریک کړي ترڅو د هغوی په نظر کې نیولو سره د ګډون په اړه پرېکړه وشي.
د دوحې ناستو شالید
د دوحې د ناستو لړۍ په حقیقت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو ته ورګرځي. د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د م.م. امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه‌لیک د تصویب له لارې سرمُنشي ته دنده وسپارله چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه خپلواکه ارزونه ترسره کړي. د دې طرحې اصلي وړاندې کوونکي جاپان او متحده عربي امارات وو چې هغه مهال امنیت شورا کې د افغانستان د دوسيې قلم لرونکي یا پِن هولډران وو.
سرمُنشي د امنیت شورا له غوښتنې سره سم د تېر کال د اپرېل پر ۲۵مه پخوانی ترکی سیاستوال او دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د ترسره کولو لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وګوماره. سینیرلي اوغلو د خپلې ارزونې لومړنۍ مسوده د نومبر په ۱۷مه د امنیت شورا غړو هېوادونو سره شریکه کړه. د امنیت شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د ارزونې په اړه کافي بحثونه وشول. روسيې او چین ټینګار وکړ چې د ارزونې د وړاندیزونو په اړه باید د افغان حکومت نظر په پام کې ونیول شي. په پای کې د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه د امنیت شورا د ۲۰۲۳ په پای کې د ډسمبر په ۲۹مه نېټه د ۲۷۲۱ پړېکړه‌لیک له لارې داسې تصویب شوه چې روسیې او چین نه مثبته او نه هم منفي رایه ورکړه، یعنې ممتنع رایې يې وکارولې. په دې ډول د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوه.
د سینیرلي اوغلو ارزونه
د سینیرلي اوغلو ارزونه له څلورو برخو جوړ ده، چې مقدمه، مهمې مسئلې او لومړیتوبونه، سپارښتنې او نتیجه ګیري ده. په دې څلورو برخو کې یې اساسي هغه دوه دي، مثلاً دویمه برخه کې مهمې مسئلې او لومړیتوبونه په نښه کوي او درېیمه برخه کې سپارښتنې لري چې د پروسې د ملاتړ میکانیزمونه یې هم برخه دي.
د افغانستان د مسایلو په برخه کې بشري مسایل، بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، مذهبي او قومي لږه‌کيو حقونه، امنیت او ترهګري، مخدره مواد، انکشافي، اقتصادي او اجتماعي ننګونې، دیالوګ، حکومتولي او د قانون حاکمیت د اساسي ستونزو په توګه یادېږي.
د سپارښتنو په مقدمه کې راځي چې ډېری نړیوال لوبغاړي د لا زیات نړیوال تعامل ملاتړ کوي؛ خو په همغږي، منسجم او منظمه توګه چې پایلې يې ټولو لوریو ته روښانه وي. د سپارښتنو په برخه کې د ارزونې لیکونکي داسې یوه لارنقشه ترسیم کړې ده چې په ترڅ کې يې باید امارت مشخص ګامونه پورته کړي او په پای کې افغانستان د رسمي دولت په توګه د نړیوالې ټولنې له خوا وپېژندل شي.
لومړۍ سپارښتنه کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د باورجوړونې له لارې د افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي. مثلاً مرستې دې لا منظمې او باثباته کړي په ځانګړې توګه د غذايي مصؤونیت، معیشت او صحت په برخو کې.
همداراز سپارښتنه شوې چې نړیوالې مرستې چې د افغانانو لومړنۍ اړتیا پوره کوي لا پراخې شي؛ د اقتصادي بیارغونې لپاره اقتصادي خبرې اترې او اصلاحات پیل شي ترڅو مختلف خنډونه له مخې لرې شي؛ د افغانستان او نړۍ ترمنځ د منظم ټرانزيټ، تجارت او د اتصال د نورو لارو چارو په مخ کې خنډونه لري شي؛ او داسې نور ګامونه پورته شي چې افغانان خپل سیاسي، اقتصاد، فرهنګي او اجتماعي حقونو درک کړي.
دویمه سپارښتنه کې په امنیتي، منطقوي او سیاسي برخو کې د همکاریو غوښتنه شوې. مثلاً، د دوو اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي همکاریو ملاتړ؛ د مخدره موادو پرخلاف نړیوالو هڅو سره مرسته؛ د نړیوالو پولو تقویت، د سرحدونو د مؤثر کنټرول په ګډون؛ د نړیوالو همکاریو او مرستو پراختیا چې سیمه ییزو او نړیوالو لومړیتوبونو ملاتړ کوي؛ د م.م. د ۱۹۸۸ د بندیزونو پر لیست بیاکتنه او اوسمهالی کول یې؛ او په تدریج سره په افغانستان کې دننه د دیپلوماتیک تعامل بیا پیلول.
د سپارښتنو په درېیمه برخه کې نړیوال نظم سره د افغانستان د دولت د بیا ادغام لار نقشه وړاندې کېږي، چې دا یې ډېره مهمه برخه ده. په دې لار نقشه کې لومړی د افغانستان دولت وجایب په ګوته کېږي، مثلاً له افغانستان څخه غوښتل کېږي چې د م.م. منشور او ټول کنوانسیونونه ومني چې افغانستان پخوا تایید کړي دي، د بین الافغاني خبرو له لارې د همه شموله حکومت رامنځ ته کولو زمینه برابره کړي. د سپارښتنې په برخه کې همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتل کېږي چې امارت سره اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي.
د تعامل د ملاتړ میکانیزمونه
ښاغلی سینیرلي اوغلو د سپارښتنو په څلورم بند کې د تعامل د حمایت لپاره د درېوو میکانیزمونو وړاندیز کوي:
الف: د م.م. په مشرۍ د ستر ګروپ فارمټ دی چې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه ترسره کېږي. د دوحې ناستې د همدې سپارښتنې پر اساس ترسره کېږي، چې درېیمه یې د جون پر ۳۰ په پام کې ده. د دوحې د ناستو له فارمټ سره امارت مخالفت نه لري، مګر مهمه دا ده چې پر څه بحث کېږي، ګډونوال څوک دي او د امارت ګډون په څه ډول په پام کې نیول شوی دی. پر همدغو ټکو د نه توافق له امله په دوحه ۲ کې امارت له ګډون څخه انکار وکړ.
ب: د تماس نړیوال ډله، چې د دوحې د لویې ناستې په نسبت به کوچنۍ ډله وي. دا کوچنی ګروپ به د نړیوالو شریکانو ترمنځ اقدامات او تګلارې همغږې کوي، تعامل به دوامداره او عمیق کوي او افغان حکومت سره به تعامل ته دوام ورکوي.
د ژیو پولیتیکي سیالیو نویو څپو او د سیمه ییزو او غربي هېوادونو ترمنځ د فاصلو، بې‌باوریو او نظر د نه توافق له امله تراوسه م.م. نه دي توانېدلي چې د تماس نړیوال ګروپ رامنځ ته کړای شي. د امریکا او روسيې او چین ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو وروسته غړي هېوادونه ونتوانېدل چې د افغانستان د ټرایکا پلس ناستې هم له ۲۰۲۲ راهیسې ترسره کړای شي. د دغو هېوادونو ترمنځ فاصلو او بې‌باوریو ته په پام داسې نه برېښي چې م.م. به دې د نړیوال تماس ګروپ په جوړېدو بریالي شي.
ج: د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی چې د نړیوالو او افغان لوریو سره تعامل تسهیل کړي. د ځانګړي استازي ماموریت به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ ډیپلوماسي او همداراز بین الافغاني خبرې وي.
امارت د ځانګړي استازي ګومارنه بې‌اړتیا چاره بولي. د سیمې ځیني نور هېوادونه هم د یوناما په شتون کې د بل ځانګړي استازي ګومارنې په اړه پوښتنې لري. لومړی دا چې افغان حکومت عملاً ګڼو هېوادونو سره د دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې په تماس کې دی، نو کولای شي چې غربي هېوادونو سره هم د دوو اړخیزونو میکانیزمونو له لارې پر ټولو مسایلو بحث وکړي او ننګونو ته حل لار ولټوي؛
دویم، د بین الافغاني خبرو بحث د ۲۰۲۱ د اګسټ تر ۱۵مې مخکې مطرح و؛ ځکه چې هغه مهال افغانستان کې د قدرت انتقال یوه اړتیا وه، چې هغه هم ترسره شو. تر اګسټ ۲۰۲۱ وړاندې خو د امارت او د کابل رژیم کې د شریکو لوریو ترمنځ خبرې کېدلې؛ اوس چې د قدرت انتقال ترسره شوی دی، د کابل رژیم عملاً له منځه تللی او امارت په ټول وطن په مؤثر ډول واکمن دی؛ نو د بین الافغاني خبرې که کېږي د چا او چا ترمنځ به کېږي؟ ځکه چې د بین الافغاني خبرو یو لوری چې هغه مهال یې سیاسي قدرت په لاس کې درلود نور عملاً وجود نه لري.
درېیم دا چې د یوناما په شتون کې د بل ځانګړي استازي ګومارنه بې‌اړتیا ده. د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت یوناما سره په منظم ډول کاري اړیکه لري، نو د یوناما په شتون کې به بل اضافي ځانګړی استازی کومې چارې پرمخ وړي؟
پایله
تر اوسه د دوحه ۳ ناستې د ابتدايي اجنډا په اړه چې مالي او بانکي مسایل، مخدره موادو پرخلاف مبارزه او بدیل معیشت او د امکان په صورت کې د اقلیم بدلون اړوند مسایلو په اړه د بحث لپاره ابتدايي توافق شته.
له ابتدایي اجنډا څخه داسې برېښي، چې اختلافي مسایل به دوحه ۳ کې تر بحث لاندې نه نیول کېږي.
د ناستې ترکیب تر دې دمه روښانه نه دی. مګر د دوحه ۲ ناستې پایلې او اوسنیو ابتدايي بحثونو ته په کتو داسې برېښي چې د غونډې مدیران او کوربانه هڅه کوي، چې ترکیب متنازع نه شي. ځکه چې تېره ناسته کې هم د امارت د نه ګډون یو لامل د غونډې داسې ترکیب و، چې ټولمنلی نه و.
د دې ټولو ترڅنګ، ښايي دوحه ۳ کې د ګډون په تړاو امارت هغه مهال پرېکړه وکړي، چې د ناستې وروستی تفصیل د م.م. له خوا د بهرنیو چارو وزارت سره شریک شي.
https://avapress.com/vdcbw8b55rhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته