دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود : 292306
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۵۲ تنو ته رسېدلی دی
په غزې تړانګه کې د فلسطیني ادارې د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۵۲ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګه کښې د فلسطین د ادارې اطلاعاتو دفتر پرون اعلان وکړ چې د الاقصی د شبکې خبریال سلیم الشرفا د غزې په تړانګه کښې په بمبارۍ کښې وژل شوی دی.

دغه دفتر همداراز د جګړې له پیل راهیسې د خبریالانو د شهیدانو شمېر ۱۵۲ تنو ته لوړ کړی دی.

د صهیونیسټ رژيم په پرله پسې حملو کښې څو ورځې مخکې د دغه هیواد د صهیونیسټي رژيم درې تنه خبریالان عبدالله احمد الجمال، احلام عزت الاجله او دینا عبدالله البتنجي په شهادت رسیدلي وو.

دا په داسې حال کښې دی چې په دې موده کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۳۷ زره کسان شهیدان او څه باندې ۸۴ زره نور ژوبل شوی دی.
https://avapress.com/vdchvini-23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته