کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۵۲ تنو ته رسېدلی دی

3 سرطان 1403 ساعت 8:47

په غزې تړانګه کې د فلسطیني ادارې د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۵۲ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې تړانګه کښې د فلسطین د ادارې اطلاعاتو دفتر پرون اعلان وکړ چې د الاقصی د شبکې خبریال سلیم الشرفا د غزې په تړانګه کښې په بمبارۍ کښې وژل شوی دی.

دغه دفتر همداراز د جګړې له پیل راهیسې د خبریالانو د شهیدانو شمېر ۱۵۲ تنو ته لوړ کړی دی.

د صهیونیسټ رژيم په پرله پسې حملو کښې څو ورځې مخکې د دغه هیواد د صهیونیسټي رژيم درې تنه خبریالان عبدالله احمد الجمال، احلام عزت الاجله او دینا عبدالله البتنجي په شهادت رسیدلي وو.

دا په داسې حال کښې دی چې په دې موده کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو په نتیجه کښې څه دپاسه ۳۷ زره کسان شهیدان او څه باندې ۸۴ زره نور ژوبل شوی دی.


د مطلب کود: 292306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292306/په-غزه-کې-د-جګړې-له-پیل-راهیسې-وژل-شویو-خبریالانو-شمېر-۱۵۲-تنو-ته-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com