افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن یکشنبه (د سرطان ۳مه) د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې مولوي عطاالله عمري، د وزارت سرپرست د فاریاب ولایت میمنې ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب له والي مولوي عبدالحی فضلي، د دغه ولایت له مرستیال مولوي حمیدالله ارشاد او د دغه ولایت د دولتي ادارو له یو شمېر رئیسانو سره ګډه ناسته وکړه.
د ده په وینا، په دې کتنه کې د کرنې وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې د اشغالګرو پر وړاندې د اسلامي امارت بریا د امارت د مجاهدینو په زړورتیا، استقامت، اخلاص او تقوا پورې اړه لري او له شته فرصت څخه یې په استفادې ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت سرپرست وویل چې د هېواد اوسني شرایط د کار لپاره مناسب دي او هیڅ امنیتي ستونزه نشته.
مولوي عطاء الله عمري د ونو، ځنګلونو، څړځایونو او کرنیزو ځمکو پر ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان باید د خوراکي توکو د خوندیتوب له پلوه پر ځان بسیا شي.
د کرنې وزارت سرپرست مستعین وايي، د فابریکو له مسوولینو یې هم غوښتي چې صحي او با کیفیته خواړه تولید کړي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي د خوراکي توکو خپلواکي، روغتیا خپلواکي، د اوبو او کرنیزو ځمکو مدیریت د هیواد په پرمختګ کې مهم او اساسي مسایل ګڼلي دي.
مولوي عطاء الله عمري دغه راز له مسوولينو وغوښتل چې له زورواکو څخه دې دولتي ځمکې بېرته ونيسي او په سمه توګه عدالت پلی کړي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس وايي، په دې کتنه کې د فاریاب والي د کرنې او مالدارۍ د فعالیتونو د تطبیق او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.
د هغه په وينا، د فارياب والي د دغه ولايت سيمه ييزو مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې له کروندګرو او د کرنې له کارکوونکو سره په ملاتړ او همکارۍ کې پاتې راشي.