افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ: صهیونیسټي غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوه جنایتونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۳ تنه شهیدان او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دې شمېر په شمول د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د الاقصی طوفان له پیلېدو راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمېر ۳۷۹۰۰ تنو او د زخمیانو شمېر ۸۷۶۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
بايد يادونه وشي چې په سلو کې اويا شهيدان او ټپيان ښځې او ماشومان دي.