افغان غږ خبری آژانس: په غزه کښې د فلسطین د حکومت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځی یرغل له پیله د محمد ابو شریعه په شهادت سره د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۵۳ ته رسیدلی دی.
صهيونيسټ رژيم په مستقيم ډول خبريالان او د رسنيو غړي نارينه او ښځينه دواړه د خبرونو د پوښښ په وخت کې په نښه کړي او يا يې د هغوي په کورونو په توغندويي او هوايي بريدونو سره شهيدان کړي دي.
په دې سره د ټولو شهیدانو شمېر ۳۷۹۰۰ ته ورسېد.