کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۵۳ تنو ته ورسید

12 سرطان 1403 ساعت 9:17

په غزه کې د فلسطیني ادارې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د محمد ابو شریعه په شهادت سره د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د خبریالانو د شهیدانو شمیر ۱۵۳ تنو ته لوړ شوی دی.


آوا: په غزه کښې د فلسطین د حکومت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځی یرغل له پیله د محمد ابو شریعه په شهادت سره د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۵۳ ته رسیدلی دی. 

صهيونيسټ رژيم په مستقيم ډول خبريالان او د رسنيو غړي نارينه او ښځينه دواړه د خبرونو د پوښښ په وخت کې په نښه کړي او يا يې د هغوي په کورونو په توغندويي او هوايي بريدونو سره شهيدان کړي دي.

په دې سره د ټولو شهیدانو شمېر ۳۷۹۰۰ ته ورسېد.


د مطلب کود: 292836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292836/په-غزه-کې-د-رسنیو-شهیدانو-شمیر-۱۵۳-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com