دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 292839
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل شو
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان به ډېر ژر له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: الجزیرې د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۱۰ مه خبر ورکړ، چې په دې پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شي.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغه راپور پر بنسټ، د کډوالو د اخراج په لومړي پړاو کې چې د تېر نومبر په میاشت کې پیل شوی، د پاکستان حکومت ۵۴۱ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ۱،۷۳ میلیونه یې بې اسناده دي.

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازې فلیپا کینډلر الجزیرې ته وویل چې پاکستان باید د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د کډوالو پروفایلونه په دقت سره وګوري.

د پاکستان حکومت ادعا کړې چې افغان کډوال د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د لاس لرلو له امله له هېواده شړي.

خو افغان کډوالو له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته غوښتي، چې دوی ته نور وخت ورکړي، څو په باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.

دوی ویلي چې پاکستاني پولیسو د شپې له خوا د دوی پر کورونو چاپه وهلې ده.
https://avapress.com/vdciprar3t1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته