افغان غږ خبری آژانس - کابل: واسیلي نیبنزیا وايي، روسیه غواړي د اسلامي امارت پر ضد بندیزونه لرې کړي.
نبنزیا د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۱ مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل چې هیواد یې د اسلامي امارت پر ضد د خپلو بندیزونو د لغوه کولو په اړه غور کوي.
هغه زیاته کړه: "زه نشم کولی تاسو ته دقیق ځواب درکړم چې موږ د روسیې د بندیزونو له لیست څخه د دوی [اسلامي امارت] د ایستلو په اړه چیرته ولاړ یو."
د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي اسلامي امارت د افغانستان اوسني "حاکمان" بللي دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان پلاوي په دوحه کې په درېیمه ناسته کې ویلي و، چې له نړیوالې ټولنې سره به پر اسلامي امارت د هېوادونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې د مسکو له لوري د «ممنوعه ډلو» له لېست څخه د اسلامي امارت د ایستلو وړاندیز د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت پوتین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د یوې غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول اړین بللي وو.