افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پېښور کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړي دي.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټولو توکمونو پورې اړه لري او د اسلامي نظام داخلي او بهرنۍ پالیسي د اسلام تر سیوري لاندې د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځي.
نوموړي همدا راز په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرال ته وويل چې د افغان مهاجرينو په پرتله د افغانستان د اسلامي امارت ښه استازيتوب وکړي او مراجعينو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زياتې هڅې وکړي.