افغان غږ خبری آژانس - کابل: د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپا د کمیسیون مشر آندریاس پاپاکونستانتینو په اکس پاڼه کې لیکلي چې هغه له هغو افغان کډوالو سره وکتل چې له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستانه شوي دي.
هغه وويل، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالو شورا په همکارۍ له دغو راستنېدونکو سره اساسي مرستې کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ډله ییزې ایستلو لړۍ پیل کړې او دا لړۍ دوام لري.
د افغانستان بل ګاونډي ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.