کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییز ایستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه

10 سرطان 1403 ساعت 12:45

د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون مشر د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو ډله ییز ایستل ودروي.


آوا - کابل: د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپا د کمیسیون مشر آندریاس پاپاکونستانتینو په اکس پاڼه کې لیکلي چې هغه له هغو افغان کډوالو سره وکتل چې له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره راستانه شوي دي.

هغه وويل، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالو شورا په همکارۍ له دغو راستنېدونکو سره اساسي مرستې کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ډله ییزې ایستلو لړۍ پیل کړې او دا لړۍ دوام لري.

د افغانستان بل ګاونډي ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.


د مطلب کود: 292725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292725/اروپايي-ټولنې-له-پاکستان-څخه-د-افغان-کډوالو-ډله-ییز-ایستلو-مخنیوي-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com