افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسی مشر او سلاکار ذاکر جلالی نن (یکشنبه، د سرطان ۱۰مه) په اکس کې لیکلی چې د اجنډا له مخې د دوحې درېیمه غونډه د مازیګر په ۶:۴۵ بجو پیل او په ۸:۴۵ بجي پاي ته رسیږي.
هغه زیاته کړه: په دویمه ورځ (جولای ۱) به د دوو موضوعاتو په اړه دوه جلا جلا ناستې ترسره شي چې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه تر ۱۱ بجو پورې به د مالي او بانکي بندیزونو او خصوصي سکټور په اړه بحث او تبادلې وشي.دویمه، د سهار له 11:30 بجو څخه د ماسپښین تر 2:00 بجو پورې به د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحثونه وشي."
د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست د سلاکار په وینا، د دې خبرو په پای ته رسېدو سره به د دوحې درېیمه ناسته په رسمي توګه په دویمه ورځ پای ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو ویاند هم دغه غونډه د دوو ورځو لپاره اعلان کړې ده.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن او سبا (د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه) د دوحې په ریتز کارلټن هوټل کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دې غونډه کې به د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ ګډون وکړي.
د غونډې کوربه به د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري ډی کارلو وي.
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالو سره د تفاهم او تعامل پراخوالی دی.