افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند او د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره کتلي دي.
د مجاهد په وینا په دغو ناستو کې دغو دواړو ذکر شویو هېوادونو د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ کړی دی.
د مجاهد په وینا، په دغو ناستو کې له روسیې او ازبکستان سره د اسلامي امارت د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته تللی و.