کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه او ازبکستان د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د دریځ څخه ملاتړ کړي

10 سرطان 1403 ساعت 13:10

په دوحه کې د افغان پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره له کتنو وروسته وايي چې دغو دواړو هېوادونو د اسلامي امارت د دریځ څخه ملاتړ کړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند او د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره کتلي دي.

د مجاهد په وینا په دغو ناستو کې دغو دواړو ذکر شویو هېوادونو د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ کړی دی.

د مجاهد په وینا، په دغو ناستو کې له روسیې او ازبکستان سره د اسلامي امارت د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته تللی و.


د مطلب کود: 292727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292727/روسیه-او-ازبکستان-د-دوحې-په-درېیمه-ناسته-کې-اسلامي-امارت-دریځ-څخه-ملاتړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com