افغان غږ خبری آژانس - کابل: ټاکل شوې د دوحې دریمه ناسته نن یکشنبه (د سرطان ۱۰مه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوه ورځو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شی.
په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي هم ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه غونډه کې د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون کوي.
د اسلامي امارت ویاند تیره ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دوحه کې په دریمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالو سره د تفاهم او تعامل پراخول دي.