په دوحه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په هدف تېره شپه د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ دغه ښار ته راغلی دی.
افغان پلاوی د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی
10 سرطان 1403 ساعت 10:33
په دوحه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې په دریمه ناسته کې د ګډون په هدف تېره شپه د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ دغه ښار ته راغلی دی.
آوا - کابل: ټاکل شوې د دوحې دریمه ناسته نن یکشنبه (د سرطان ۱۰مه) د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوه ورځو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شی.
په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د هېوادونو ځانګړي استازي هم ګډون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه غونډه کې د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون کوي.
د اسلامي امارت ویاند تیره ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دوحه کې په دریمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالو سره د تفاهم او تعامل پراخول دي.
د مطلب کود: 292707