دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 292470
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي رژیم ۱۳ نور پوځیان ټپیان شوي دي
د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کې له سختو سنګرونو سره سره د دغه رژیم د ۱۳ نورو پوځیانو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو پوځ د خپلو پوځیانو د تلفاتو د سختو سنګرونو د هدفمند سیاست د دوام په لړ کې منلې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ تنه نور پوځیان ټپیان شوی دی. 

له بلې خوا په غزه کې له ۹ میاشتو جګړې وروسته د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دغه رژیم یو نیول شوی عسکر په غزه کې وژل شوی دی.

د صهیونیسټي پوځ ویاند وویل چې دغه عسکر د اکتوبر په اوومه نیټه وژل شوی او جسد یې لا هم د قدس د کنډکونو په قبضه کښې دی.

د يادونې وړ ده چې د اکټوبر په اوومه د غزې په تړانګه کې تر ۶۰۰ ډېر اسرائيلي سرتېري وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
https://avapress.com/vdcja8e8yuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته