افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرم اکبري وايي، په دغه ولایت کې له طبیعي پیښو څخه په ۱۳۴ زیانمنو شویو کورنیو څه باندې درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
هغه زياته کړه: "د دغو کورنيو کورونه د طبيعي پېښو له امله ويجاړ شوي او يا زيانمن شوي دي. تر څېړنو وروسته ١٣٤ کورنۍ لېست شوي او هرې کورنۍ ته څه باندې ٢٣ زره افغانۍ مرسته شوې ده."
هغه زیاته کړه، په بدخشان ولایت کې د دولت او نورو خیریه موسسو له خوا په څو پړاوونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرستې شوې او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د طبيعي پيښو يو شمير زيانمن شوي کسان وايي: د طبيعي پيښو له زيانمنو شويو کسانو سره د دولت او نورو مرستندويه ادارو اقدامات د ستاينې وړ دي خو کافي نه دي او له دولت څخه په دې برخه کې همکاري غواړو .
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت د ډېرو ولسواليو اوسېدونکو ته د وروستيو طبيعي پېښو له امله ډېر زيانونه اوښتي دي.