دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 292619
په بغلان کې د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول
د بغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ په ملا سيمه (چشمه شير) کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا، پیښه د یوه سراچه ډوله موټر له مازدا موټر سره د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
 
په همدې حال کې دبدخشان ولايت په خواان ولسوالۍ کې ديوې بلې پيښې له امله ديو پک اپ موټر دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول .
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.
https://avapress.com/vdcezw8wojh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته