کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول

8 سرطان 1403 ساعت 12:58

د بغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ په ملا سيمه (چشمه شير) کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.


آوا: د بغلان د امنیه قوماندانۍ د چارواکو په وینا، پیښه د یوه سراچه ډوله موټر له مازدا موټر سره د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
 
په همدې حال کې دبدخشان ولايت په خواان ولسوالۍ کې ديوې بلې پيښې له امله ديو پک اپ موټر دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول .
 
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ترافيکي پېښو تر ټولو مهم لامل د سړکونو خرابوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي ده.


د مطلب کود: 292619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292619/په-بغلان-کې-د-ترافيکي-پيښې-له-امله-اووه-تنه-ووژل-شول-او-لس-نور-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.com