کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي رژیم ۱۳ نور پوځیان ټپیان شوي دي

6 سرطان 1403 ساعت 9:12

د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کې له سختو سنګرونو سره سره د دغه رژیم د ۱۳ نورو پوځیانو د ټپي کېدو پخلی وکړ.


آوا: د اسرائیلو پوځ د خپلو پوځیانو د تلفاتو د سختو سنګرونو د هدفمند سیاست د دوام په لړ کې منلې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ تنه نور پوځیان ټپیان شوی دی. 

له بلې خوا په غزه کې له ۹ میاشتو جګړې وروسته د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دغه رژیم یو نیول شوی عسکر په غزه کې وژل شوی دی.

د صهیونیسټي پوځ ویاند وویل چې دغه عسکر د اکتوبر په اوومه نیټه وژل شوی او جسد یې لا هم د قدس د کنډکونو په قبضه کښې دی.

د يادونې وړ ده چې د اکټوبر په اوومه د غزې په تړانګه کې تر ۶۰۰ ډېر اسرائيلي سرتېري وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 292470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292470/د-غزې-په-تړانګه-کې-اسرائیلي-رژیم-۱۳-نور-پوځیان-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com