دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 292660
په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه تر زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې زر افغان کډوال په زوره ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه د ۱۳۳۲ افغان کډوال اخراج او بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

بل خوا په ایران کې مېشت ۹۶۴ افغان کډوال هم پرون (جمعه د سرطان ۷مه او ۸مه) د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته داخل شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان ته راستانه شوي يو شمېر کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دا پداسی حال کی ده چی د هیواد د امنیتی وضعیت د ښه کیدو سربیره، د غیر اسنادو مهاجرینو په هکله د ایران او پاکستان د قوانینو تطبیق له دغو دوو هیوادونو څخه د مهاجرینو د راستنیدو یو له مهمو عواملو څخه دی.
https://avapress.com/vdcaiunuw49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته