کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه تر زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي

9 سرطان 1403 ساعت 12:33

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې زر افغان کډوال په زوره ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې له پاکستان څخه د ۱۳۳۲ افغان کډوال اخراج او بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

بل خوا په ایران کې مېشت ۹۶۴ افغان کډوال هم پرون (جمعه د سرطان ۷مه او ۸مه) د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې هېواد ته داخل شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان ته راستانه شوي يو شمېر کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دا پداسی حال کی ده چی د هیواد د امنیتی وضعیت د ښه کیدو سربیره، د غیر اسنادو مهاجرینو په هکله د ایران او پاکستان د قوانینو تطبیق له دغو دوو هیوادونو څخه د مهاجرینو د راستنیدو یو له مهمو عواملو څخه دی.


د مطلب کود: 292660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292660/په-تېرو-دوو-ورځو-کې-له-پاکستانه-تر-زرو-ډېر-افغان-کډوال-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com