دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 292632
استرالیا له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د استرالیا هېواد له افغانستان سره د ۲.۶ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې استرالیا له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

اوچا په ایکس چینل کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا مرسته به د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شي.

دغه سازمان زیاته کړه چې استرالیا له خپل تاسیس راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څه باندې ۷۵ میلیونه اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdcjt8e88uqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته