کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استرالیا له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه

9 سرطان 1403 ساعت 9:12

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د استرالیا هېواد له افغانستان سره د ۲.۶ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې استرالیا له افغانستان سره ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

اوچا په ایکس چینل کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا مرسته به د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شي.

دغه سازمان زیاته کړه چې استرالیا له خپل تاسیس راهیسې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څه باندې ۷۵ میلیونه اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 292632

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292632/استرالیا-له-افغانستان-سره-۲-۶-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com