افغان غږ خبری آژانس: د چین ولسمشر شي جین پینګ د سوله ایز ژوند د پنځو اصولو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد په پلازمینه کې وویل: موږ هڅه کوو چې د مهمو مسلو د حل لپاره د افغانستان ځانګړې حل لارې ولټوو.
هغه زیاته کړه: موږ باید د اوکرایین د کړکیچ، د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د شخړو او د کوریا ټاپووزمې، ایران، میانمار، افغانستان او نورو په اړه په مسلو کې رغنده رول ولوبوو.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د چین ولسمشر په رسمي توګه د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منلی و.