د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، هېواد به یې د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.
شي جين پينګ: چين د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبوي
9 سرطان 1403 ساعت 9:16
د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، هېواد به یې د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.
آوا: د چین ولسمشر شي جین پینګ د سوله ایز ژوند د پنځو اصولو د ۷۰مې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد په پلازمینه کې وویل: موږ هڅه کوو چې د مهمو مسلو د حل لپاره د افغانستان ځانګړې حل لارې ولټوو.
هغه زیاته کړه: موږ باید د اوکرایین د کړکیچ، د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د شخړو او د کوریا ټاپووزمې، ایران، میانمار، افغانستان او نورو په اړه په مسلو کې رغنده رول ولوبوو.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د چین ولسمشر په رسمي توګه د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منلی و.
د مطلب کود: 292634