افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې به د دغه بورډ د تېر کال د کړنو او مالي راپورونو په اړه خبرې وشي او همدارنګه به د غړو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
د مرکزي بانک په وینا، د اسلامي هیوادونو مرکزي بانکونه، د هیواد مرکزي بانک، اسلامي بانکونه او نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) غړي دي.
د اسلامي مالي خدماتو بورډ کلنۍ غونډه به د اسلامي مالي خدماتو بورډ او د جیبوتي مرکزي بانک لخوا د روان کال د جولای په لومړۍ او دویمه ورځ پیل شي.