کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مرکزي بانک مشر د یوه پلاوي په مشرۍ جیبوتي ته سفر وکړ

10 سرطان 1403 ساعت 10:31

د افغانستان مرکزي بانک د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه بانک د مشر ملا هدایت الله بدري د سفر خبر د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ (IFSB) په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې د ګډون په هدف، جیبوتي ته اعلان کړ.


آوا - کابل: د هېواد د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې به د دغه بورډ د تېر کال د کړنو او مالي راپورونو په اړه خبرې وشي او همدارنګه به د غړو هېوادونو استازي ګډون وکړي. 

د مرکزي بانک په وینا، د اسلامي هیوادونو مرکزي بانکونه، د هیواد مرکزي بانک، اسلامي بانکونه او نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) غړي دي.

د اسلامي مالي خدماتو بورډ کلنۍ غونډه به د اسلامي مالي خدماتو بورډ او د جیبوتي مرکزي بانک لخوا د روان کال د جولای په لومړۍ او دویمه ورځ پیل شي.


د مطلب کود: 292706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292706/د-مرکزي-بانک-مشر-یوه-پلاوي-په-مشرۍ-جیبوتي-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com