افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارګ پاڼه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره وکتل.
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو د بحث او ارزونې پر مهال سراج الدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستي سفرونه او د هغه هېواد له چارواکو سره د دوی لیدنې د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې وبللې.
دوی ویلي چې ډېری هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.
همدا راز دوی د دایمي امنیت د تامین په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې د ادارو تر منځ ښه همغږي او پراخ امنیتي پلان خلکو ته ډاډمن امنیت برابر کړی دی.
له بلې خوا مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادونو سره پر ښو او مثبتو تعامل د ټینګار ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي.
هغه زیاته کړه چې د مثبتو تعاملاتو په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکي د پراختیا په حال کې دي او دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ ښکارندويي کوي.