افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه نندارتون د افغاني محصولاتو د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به د ۲۵۰ افغان سوداګرو غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور تولیدات نندارې ته وړاندې شي.