د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، ټاکل شوې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شي.
په ازبکستان کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو
10 سرطان 1403 ساعت 10:35
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، ټاکل شوې د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه نندارتون د افغاني محصولاتو د بازارموندنې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به د ۲۵۰ افغان سوداګرو غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، وچه مېوه او یو شمېر نور تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
د مطلب کود: 292708