دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 292716
د پنجشیر د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د پنجشېر له والي سره په کتنه کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور د ودې او د ځوانانو د ستونزو د هواري په برخه کې کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د پنجشیر له والي حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.

ملا خيرالله خيرخواه په دې غونډه کې وويل چې په تېر کې په پنجشير کې د کلتور په برخه کې بنسټيز کارونه نه دي شوي؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هوډ لري چې په دې برخه کې بنسټیز کارونه وکړي او د ظرفیتونو لوړولو او د ځوانانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

باید وویل شي، چې د افغانستان ډېری ځوانان د کار له نشتوالي شکایت کوي او یو شمېر یې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوالېږي.
https://avapress.com/vdccsiqie2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته