کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر د ځوانانو د ستونزو د حل لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې

10 سرطان 1403 ساعت 10:55

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د پنجشېر له والي سره په کتنه کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور د ودې او د ځوانانو د ستونزو د هواري په برخه کې کار کوي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د پنجشیر له والي حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل.

ملا خيرالله خيرخواه په دې غونډه کې وويل چې په تېر کې په پنجشير کې د کلتور په برخه کې بنسټيز کارونه نه دي شوي؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هوډ لري چې په دې برخه کې بنسټیز کارونه وکړي او د ظرفیتونو لوړولو او د ځوانانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

باید وویل شي، چې د افغانستان ډېری ځوانان د کار له نشتوالي شکایت کوي او یو شمېر یې د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډوالېږي.


د مطلب کود: 292716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292716/د-پنجشیر-ځوانانو-ستونزو-حل-لپاره-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com