کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغان حکومت سره د اړیکو پراختیا ته د یو شمېر هېوادونو لېوالتیا

10 سرطان 1403 ساعت 14:41

د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رئیس د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره په کتنه کې متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې هېواد کې یو زیات شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.


آوا - کابل: د ارګ پاڼه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره وکتل.

ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو د بحث او ارزونې پر مهال سراج الدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستي سفرونه او د هغه هېواد له چارواکو سره د دوی لیدنې د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې وبللې. 

دوی ویلي چې ډېری هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.

همدا راز دوی د دایمي امنیت د تامین په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې د ادارو تر منځ ښه همغږي او پراخ امنیتي پلان خلکو ته ډاډمن امنیت برابر کړی دی.

له بلې خوا مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادونو سره پر ښو او مثبتو تعامل د ټینګار ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي.

هغه زیاته کړه چې د مثبتو تعاملاتو په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکي د پراختیا په حال کې دي او دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ ښکارندويي کوي.


د مطلب کود: 292741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292741/له-افغان-حکومت-سره-د-اړیکو-پراختیا-ته-یو-شمېر-هېوادونو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com