دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 292633
له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۴۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چارواکو په وینا له ایران او پاکستان څخه ۲۴۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل کیږي چې دغه ۲۴۷ کورنۍ پرون له ایران او پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.

د چارواکو په وینا له راستنېدونکو سره لومړنۍ مرستې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ په جبري او داوطلبانه ډول ګړندۍ شوې ده.

تېر کال پاکستان اعلان وکړ چې له دغه هېواده به بې اسناده کډوال وباسي.

څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر ویلي و چې هېواد به یې ډېر ژر ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال وباسي.
https://avapress.com/vdcaeunue49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته