کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۴۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

9 سرطان 1403 ساعت 9:14

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چارواکو په وینا له ایران او پاکستان څخه ۲۴۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


آوا - کابل: ویل کیږي چې دغه ۲۴۷ کورنۍ پرون له ایران او پاکستان څخه د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.

د چارواکو په وینا له راستنېدونکو سره لومړنۍ مرستې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ په جبري او داوطلبانه ډول ګړندۍ شوې ده.

تېر کال پاکستان اعلان وکړ چې له دغه هېواده به بې اسناده کډوال وباسي.

څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر ویلي و چې هېواد به یې ډېر ژر ۱.۵ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال وباسي.


د مطلب کود: 292633

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292633/له-ایران-او-پاکستان-څخه-څه-باندې-۲۴۰-کډوالې-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com