د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، سږ کال په ښار کې د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پرمختیايي پروژې پیل شوې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وايي، چې د ښاري سړکونو، کانالونو، د څراغونو د سیستم او د ښار د عامه دروازې د جوړولو په ګډون ۳۳ پرمختیايي پروژې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. د خوست ښاروال په وینا، نن د څلور سړکونو او کانال پروژې چارې پرانېستل شوې.