کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې شوي

8 سرطان 1403 ساعت 13:01

د خوست ښاروالۍ مسوولین وايي، سږ کال په ښار کې د څه باندې ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پرمختیايي پروژې پیل شوې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال وايي، چې د ښاري سړکونو، کانالونو، د څراغونو د سیستم او د ښار د عامه دروازې د جوړولو په ګډون ۳۳ پرمختیايي پروژې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
 
د خوست ښاروال په وینا، نن د څلور سړکونو او کانال پروژې چارې پرانېستل شوې.


د مطلب کود: 292620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292620/په-خوست-کې-د-۴۰۰-میلیونه-افغانیو-ارزښت-بېلابېلې-پرمختیايي-پروژې-پلې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com