افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مالیزیا کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت له رئیس نقیب الله احمدي سره د مالیزیا د آرشیف عمومي رئیس داتو جعفر صدیق د لیدنې خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې په دې ليدنه کې ددواړو لورو ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وشوې.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، مالیزیا لوري د دواړو هېوادونو د ارشیف بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا د بحث پرمهال؛ د راتلونکي تخنيکي روزنيز پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د آرشيف انستيتوت سره د دوه اړخيزو همکاريو په برخه کې خپل چمتووالى څرګند کړې.
د مالیزیا چارواکي دا هم وویل چې په دوه اړخیزو همکاریو کې به د متخصصینو روزنه، د سیسټمونو تبادله او د اسنادو ډیجیټل کول شامل وي.