کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مالیزیا کې د افغانستان د سفیر او د دغه هېواد د ارشیف د رئیس ترمنځ د خبرو تمرکز د دوه اړخیزو همکاریو پراخول

10 سرطان 1403 ساعت 10:04

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د مالیزیا د آرشیف له عمومي رییس سره د دغه سفارت د مشر د لیدنې خبر د دواړو هېوادونو د ارشیفونو د بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزې همغږۍ د پراختیا په هدف اعلان کړ.


آوا - کابل: په مالیزیا کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت له رئیس نقیب الله احمدي سره د مالیزیا د آرشیف عمومي رئیس داتو جعفر صدیق د لیدنې خبر ورکړی دی. ويل کيږي چې په دې ليدنه کې ددواړو لورو ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وشوې.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، مالیزیا لوري د دواړو هېوادونو د ارشیف بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا د بحث پرمهال؛ د راتلونکي تخنيکي روزنيز پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د آرشيف انستيتوت سره د دوه اړخيزو همکاريو په برخه کې خپل چمتووالى څرګند کړې.

د مالیزیا چارواکي دا هم وویل چې په دوه اړخیزو همکاریو کې به د متخصصینو روزنه، د سیسټمونو تبادله او د اسنادو ډیجیټل کول شامل وي.


د مطلب کود: 292696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292696/په-مالیزیا-کې-د-افغانستان-سفیر-او-دغه-هېواد-ارشیف-رئیس-ترمنځ-خبرو-تمرکز-دوه-اړخیزو-همکاریو-پراخول

آوا
  https://www.avapress.com