دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 292698
د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو لپاره د ځينو هېوادونو غوښتنه ممکنه او معقوله نه ده!
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د آوا د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، هغه غوښتنې چې د افغانستان د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره ځینې هیوادونه کوي، نه امکان لري او نه هم معقولې دي. نوموړی همدارنګه زیاتوي چې اکثره هېوادونه له اسلامي امارت سره په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو کې نږدې اړیکې او همکاري لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد مطبوعاتي کنفرانس پرون (شنبه، د سرطان ۹مه) په کابل کې د اسلامي امارت د سیاسي پلاوي د دوحې په غونده کې د ګډون په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه ترسره شو. 

په دې خبري غونډه کې ښاغلي مجاهد د افغان غږ خبری آژانس د خبریال سید شبیر محمودي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دوحې دریمه ناسته او نورې نړیوالې غونډې به د نړیوالې ټولنې له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو لامل شي؟ هغه وويل دپيژندلو لاره دا ده چې نړيواله ټولنه قناعت ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې هغه زیاته کړه چې د ځینو هېوادونو له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو غوښتنې نه امکان لري او نه معقولې دي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي چې په افغانستان کې یو واحد حکومت شته چې خلک ترې راضي دي، خو نړیواله ټولنه دغه موضوع له پامه غورځوي.

مجاهد د دې په څرګندولو سره چې اکثره هېوادونه له اسلامي امارت سره په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو کې نږدې اړیکې او همکاري لري، زیاته یې کړه: «زموږ هیله دا ده چې دا تعاملات د نړیوالو له خوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو لامل شي».

د افغان حکومت دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي څو هغه هېوادونه ته قناعت ورکړي چې لا هم د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکاري نه کوي.

هغه دا هم ویلي چې د دوحې درېیمه ناسته د اسلامي امارت د پېژندلو لپاره د هېوادونو لپاره یوه لاره کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهانو له دې وړاندې د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي وو چې د نړیوالو غونډو له جوړیدو څخه موخه د اسلامي امارت د پیژندلو لپاره د نړیوالو لپاره د مناسبې لارې موندل دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې له بېلابېلو هېوادونو سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو دوام او پراخوالی به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ د هېوادونو له خوا د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت دا مهال د نړۍ له ۳۶ زیاتو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو تر اوسه کوم هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی.

ځینو هیوادونو د اسلامي امارت د تسلیمیدو په شرطونو کې د ښځو کار، د نجونو د تعلیم او ټول شموله حکومت مسایل اعلان کړي دي. خو د اسلامي امارت چارواکو په وار وار دغه مسئلې د افغانستان له داخلي بحثونو څخه ګڼلي او په دې مسايلو يې د هېوادونو په څرګندونو افسوس څرګند کړی دی.
https://avapress.com/vdcb95b5wrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته