افغان غږ خبری آژانس: دا لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار پنځه بجې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان راشد خان د سویلي افریقا پر وړاندې د ملي لوبډلې له لوبې مخکې له هېوادوالو وغوښتل چې د کرکټ د اتلانو د بریا لپاره دعا وکړي.
خو هغه وویل چې دوی به خپله ټوله هڅه وکړي ترڅو د نړیوال جام پایلوبې ته به لاره پیدا کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې سبا به د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په لوی سکرین خپره شي.
د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لوبه به د هېوادوالو او د کرکټ د مینه والو په شتون سره د کابل د کرکټ په میدان کې نندارې ته وړاندې شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.