افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه تړانګه کښې درې قتلونه او نور جنایتونه کړی دی.
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې ٤٧ تنه فلسطينيان شهيدان او ٥٢ تنه ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د غزې د جګړې په ۲۶۵مه ورځ د صهیونیسټانو د حملې د شهیدانو شمېر ۳۷۷۶۵ او د زخمیانو شمېر ۸۶۴۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې تر لسو زرو ډېر کسان لا هم تر خاورو لاندې لادرکه دي.
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د غزې په جګړه کې له ۷۰ سلنې څخه زیات شهیدان او ټپیان ښځې او ماشومان دی.