کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۷۶۵ تنو ته ورسېد

8 سرطان 1403 ساعت 12:53

د غزې د روغتیا وزارت د تیرې اکتوبر میاشتې له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم د یرغل د شهیدانو شمیر ۳۷۷۶۵ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه تړانګه کښې درې قتلونه او نور جنایتونه کړی دی.
 
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې ٤٧ تنه فلسطينيان شهيدان او ٥٢ تنه ټپيان شوي دي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د غزې د جګړې په ۲۶۵مه ورځ د صهیونیسټانو د حملې د شهیدانو شمېر ۳۷۷۶۵ او د زخمیانو شمېر ۸۶۴۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
 
دغه وزارت همدا راز زیاته کړې، چې تر لسو زرو ډېر کسان لا هم تر خاورو لاندې لادرکه دي.
 
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د غزې په جګړه کې له ۷۰ سلنې څخه زیات شهیدان او ټپیان ښځې او ماشومان دی.


د مطلب کود: 292617

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292617/د-غزې-تړانګې-شهیدانو-شمېر-۳۷-زره-۷۶۵-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com