کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت بهرنی او کورنی سیاست په ملي او اسلامي ګټو ولاړ دی

10 سرطان 1403 ساعت 14:03

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان په پېښور ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت داخلي او بهرنۍ پالیسي د اسلام تر سیوري لاندې د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځي او د پلي کولو لپاره ېي د خلکو مشورو ته اړتیا ده.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پېښور کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه کړي دي.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټولو توکمونو پورې اړه لري او د اسلامي نظام داخلي او بهرنۍ پالیسي د اسلام تر سیوري لاندې د ملي ګټو پر بنسټ پرمخ ځي. 

نوموړي همدا راز په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرال ته وويل چې د افغان مهاجرينو په پرتله د افغانستان د اسلامي امارت ښه استازيتوب وکړي او مراجعينو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زياتې هڅې وکړي.


د مطلب کود: 292733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292733/د-اسلامي-امارت-بهرنی-او-کورنی-سیاست-په-ملي-ګټو-ولاړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com