افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو تړونونو په لاسلیک سره به نږدې دوه زره پنځه سوه ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکړل شي، د دې پر بنسټ له څلور زره شپږ سوه ماشومانو او اړمنو کورنیو سره مرسته کېږي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ياده طرحه به په کابل او اوو نورو ولايتونو کې پلې شي.
په ورته وخت کې د ځوانانو لپاره د کار نشتوالی په اوسني وضعیت کې یو له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي.