افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د پنجشیر د کرنې ریاست او د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د همغږۍ د غونډې په اړه خبر ورکړی دی. دا غونډه پرون د دغه ولایت د کرنې ریاست په انګړ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د پروژو د غوره تطبیق په موخه د همغږۍ او مشورې په موخه جوړه شوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د کرنې رئیس قاري فضل الله دیوبند، د کرنې ریاست سرپرست او په پنجشیر ولایت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولینو هم حضور درلود.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مسوولینو خپله نوې پروژه معرفي کړه او د دې نوې پروژې د عملي کېدو په برخه کې یې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل خوا د پنجشېر ولايت د کرنې رئيس د يادې ادارې له مسوولينو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د پنجشېر ولايت د کرنې له رياست سره يو له همکارو بنسټونو څخه ده، چې په تېرو کلونو کې يې په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.